د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه نن پای ته رسېږي؛ د غځولو لپاره یې چمتووالی نشته

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې موده نن پای ته رسېږي، خو تر اوسه دواړو لورو د دې هوکړې د غځولو لپاره د چمتووالي څرګندونه نه ده کړې.

د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ په تېرو څو اونیو کې د هوکړې د پلي کېدو او احتمالي سرغړونو پر سر لفظي شخړې او متقابلې نیوکې روانې وې، چې هر لوري بل د هوکړې په نقض تورن کړی دی.

الجزیره وايي، ایران تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې له امریکا سره به د هوکړې په اړه خبرې بیا پیل کړي او که نه.

بلخوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د راتلونکي په اړه لا هم د پام وړ اختلافونه شته او تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې دواړه لوري دې د هوکړې د غځولو لپاره ګډ دریځ ته رسېدلي وي.

د هوکړې د مودې پای ته رسېدل په داسې مهال دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې له وړاندې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي او د دواړو لورو ترمنځ د راتلونکو خبرو او هوکړې پر شرایطو اختلافونه لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button