کویټي سوداګرو سره د افغان سفیر لیدنه؛ د افغانستان- کویټ ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
په کویټ کې د افغانستان سفیر “مولوي محمد شفیق خطیب” د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، د پانګونې د فرصتونو او د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لوریو د افغانستان او کویټ ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د پانګونې په برخه کې یې د لا ډېرو فرصتونو د رامنځته کېدو پر اهمیت خبرې کړې دي.
افغان سفیر د افغانستان اقتصادي ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه د کویټي سوداګرو او پانګوالو لپاره مهم بللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button