د ایران له لارې ترکیې او افغانستان ته د عراق د تېلو د رېل ټرانزیټ پیل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د عراق د تېلو محصولاتو د ایران د کرمانشاه له لارې ترکیې او افغانستان ته د رېل ټرانزیټ لړۍ پیل شوې ده.
د ایران «ایراف» خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق د تېلو محصولاتو لومړۍ ۵۰ زره ټنه جوپه د ترکیې او افغانستان بازارونو ته ولېږدول شوه.
د راپور له مخې، دغه ټرانزیټي لاره د کرمانشاه ولایت د چارواکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال په رسمي ډول پرانیستل شوې ده.



