نورستان کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو اداري ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)

د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د نوو اداري ودانیو د جوړولو چارې پیل او د دواړو ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ د اسلامي امارت له بودجې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

هره وداني ۱۲ اداري خونې، پنځه تشنابونه او یو پخلنځی لري او په اساسي او معیاري ډول به جوړه شي.

د مسؤلينو په وینا، د دغو ودانیو له بشپړېدو سره به په دواړو ولسوالیو کې مسوولین او اړوندې ادارې خپلې چارې په منظم او مناسب اداري چاپېریال کې ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button