سياېناېن: د امریکا او ایران جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۷۵۷ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
سياېناېن راپور ورکړی چې د امریکا او ایران د جګړې له پیل راهیسې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۷۵۷ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، پنټاګون په دې وروستیو کې د امریکايي سرتېرو د ټپي کېدو له ۵۰ ډېرې نوې پېښې هم په رسمي شمېرو کې شاملې کړې دي.
راپور زیاتوي چې د امریکايي سرتېرو د تلفاتو په شمېرو کې پرلهپسې بدلونونه له دې مخکې هم له نیوکو سره مخ شوي دي.



