افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولانو، سوداګرو او پانګهوالو د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مرستیال قدیر قیافه سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.
په دې لیدنه کې ویل شوي چې د سوداګرو او سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ زیاتول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د ګډې سوداګرۍ خونې رییس الحاج کمالالدین توحید په افغانستان کې د لویو ایراني شرکتونو د حضور او فعالیت د زیاتېدو غوښتنه کړې او له ایراني پانګهوالو یې غوښتي چې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. دواړو لورو همداراز د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ د اسانتیا او د پانګونې لپاره د لا ډېرو فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی دی.



