د افغانستان او بېلاروس ګډه کمېټه کې د سوداګرۍ او کرنې پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او بېلاروس د اقتصادي او سوداګریزې ګډې کمېټې دویمه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د بېلاروس د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف په مشرۍ، د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې ترسره شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د سوداګرۍ او ګډې پانګونې د پراختیا، کرنې او مالدارۍ، د ټکنالوژۍ د لېږد او د کرنیزو ماشینونو د واردولو او مونتاژ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
همداراز، دواړو لورو د سرې او درملو د تولید، لبنیاتو او خوراکي توکو د پروسس په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا هم بحث وکړ.



