د غوربند او بغلان ترمنځ د سړک چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء د دفتر رئیس ډاکتر عبدالواسع د پروان ولایت غوربند درې ته د سفر پر مهال د غوربند او بغلان ولایتونو ترمنځ د نښلوونکي سړک مسیر او روانې چارې له نږدې وکتلې او وارزولې.
د مسؤلينو په وينا، دغه سړک ۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د چارو ۹۸ سلنه یې بشپړې شوې دي.
د سړک په بشپړېدو سره به د سالنګ لویې لارې ترڅنګ یوه بله مهمه مواصلاتي او ترانزیټي لار رامنځته شي چې د ولایتونو ترمنځ اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي فعالیتونو ته به زمینه برابره کړي.



