ایران: اقتصادي جګړې سره بلد یو هېڅ اندېښنه نلرو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک سپاه پاسداران ویاند جنرال ‘حسین محبي” د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د اقتصادي فشارونو په غبرګون کې ویلي، چې د اقتصادي جګړې په اړه د اندېښنې هېڅ ځای نشته.
محبي ویلي، ایران له وړاندې د دښمن د هر ډول خصمانه اقدام لپاره بېلابېل سناریوګانې لري او د اقتصادي فشارونو د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره هم چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران کولی شي له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې په اسانۍ پراخې کړي او د امریکا فشارونه شنډ کړي.
د سپاه پاسداران ویاند ټینګار کړی چې د امریکا اقتصادي جګړه نوې موضوع نه ده او ایران له اوږدې مودې راهیسې له بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره بلد دی.



