ابراهیم ذوالفقاري: ایراني ځواکونه له بحرانونو د تېرېدو پراخه تجربه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند “ابراهیم ذوالفقاري”، ویلي چې د ایران ملت او وسله‌وال ځواکونه د بهرنیو ګواښونو او پوځي یرغلونو پر وړاندې د مقاومت او له بحرانونو د تېرېدو پراخه تجربه لري.

ذوالفقاري ویلي، د ایران وسله‌وال ځواکونه د تېرو تجربو پر بنسټ د بېلابېلو بحرانونو د مدیریت او له هغو څخه د وتلو لپاره لازم ظرفیتونه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې د دښمن د فشارونو موخې یوازې پوځي برخې پورې محدودې نه دي، بلکې د دغه هېواد ملي هویت، ځمکنۍ بشپړتیا، پرمختګ او امنیت هم د فشارونو له مهمو برخو څخه دي.

د ایراني پوځ ویاند ټینګار کړی، چې د هېواد د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د ملي ظرفیتونو پیاوړتیا او د راتلونکي نسل روزنه مهمه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button