ولسمشر پزشکیان: د ایران ځواک او ولسي یووالي نړي حیرانه کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې د ایران دښمنانو اټکل کړی و که پر دغه هېواد برید وشي، ایران به د ونزویلا په څېر له سخت وضعیت سره مخ شي؛ خو د نوموړي په وینا، دا اټکل ناسم ثابت شو.
پزشکیان زیاته کړې، ایران نه یوازې د فشارونو له امله کمزوری نه شو، بلکې د مقاومت، ملي یووالي او پیوستون له امله یې داسې ځواک څرګند کړ چې نړۍ یې حیرانه کړه.
د ایران ولسمشر ویلي، هېواد یې اوس له اقتصادي، پوځي او امنیتي فشارونو سره مخ دی، خو د ایران ملت د دغو ستونزو پر وړاندې ولاړ پاتې شوی او هڅه کوي له روانو بحرانونو څخه په ځواک ووځي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د خلکو یووالی او مقاومت د هېواد د اوسني وضعیت په تېرولو کې مهم رول لري.



