بګرامي او چهاراسیاب ولسوالۍ به د کابل ښار په ناحیو کې شاملې شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

کابل ښاروالۍ وايي، د پلازمېنې د پراختیايي پلان له مخې، بګرامي او چهاراسیاب ولسوالۍ به له کابل ښار سره یوځای او د ښار په ناحیو کې شاملې شي.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، کابل اوس ۲۲ ناحیې لري او د دغو دوو ولسوالیو له مدغمېدو سره به د ښار اداري ساحه پراخه شي.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې د ښاري پراختیا او لوړپوړو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
نوموړي ویلي، د بګرامي او چهاراسیاب له شاملېدو سره به د پلازمېنې ښاري ساحه نوره هم پراخه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button