فراهي بندر له لارې ۳۳ ټنه غیرمعیاري ساختماني توکي بېرته وګرځول شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د معیار او کیفیت ادارې وايي، د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې یې د ۳۳ ټنه او ۸۸۰ کیلوګرامه غیرمعیاري کاشي او سرامیکو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.
د دې ادارې په وینا، یاد ساختماني توکي د تخنیکي کارکوونکو له لوري غیرمعیاري پېژندل شوي او بازار ته یې د داخلېدو مخه نیول شوې ده.
اداره وايي، په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت څارنه په جدي ډول روانه ده او له غیرمعیاري توکو سره به هېڅ ډول نرمښت ونه شي.



