الجزایر کې ځنګلي اورونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د الجزایر په بېلابېلو ولایتونو کې پراخو ځنګلي اورونو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او ۵۴ نور یې ټپیان کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د الجزایر د کورنیو چارو وزیر “سعید سیود” ویلي، د پېښې له امله پنځه کسان په جېجل، څلور په بجایه او درې نور په تېزي اوزو ولایتونو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او په روغتونونو کې د جدي پاملرنې لاندې دي.

د الجزایر د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي، یوازې د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې ۱۵۴ ځنګلي اورونه ثبت شوي چې ۳۶ یې په بجایه ولایت کې وو؛ له دې ډلې ۱۸ اورونه تر کنټرول لاندې راوستل شوي دي.

چارواکي وایي، په الجزایر کې د سختې تودوخې څپې د اورونو د پراخېدو ته شرایط برابر کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button