له میوند جادې تر ابن‌سینا روغتون پورې د اوبو انتقالي شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري له میوند جادې څخه تر ابن‌سینا روغتون پورې د اوبو انتقالي شبکې پروژه د لوړپوړو مسؤولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم په مراسمو کې وویل، د دغې حیاتي پروژې د پلي کېدو په برخه کې له یونیسف څخه مننه کوي.

کظیم ټینګار وکړ چې افغانستان، په ځانګړي ډول کابل، د اوبو له سخت بحران سره مخ دی او د اوبو سپما د ټولو ګډ مسؤولیت دی.

نوموړي وویل، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت هڅه کوي خپل ټول امکانات د پاکو څښاک اوبو د برابرولو لپاره وکاروي او هېوادوالو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button