ولسمشر پزیشکیان: د اسلامي هېوادونو همغږي کولی شي د سیمې په ثبات کې مهم رول ولوبوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزیشکیان” وايي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي پیاوړتیا کولی شي د سیمې د ثبات او امنیت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
پزیشکیان د سیمې پراخو طبیعي زېرمو او سترې شتمنۍ ته په اشارې ویلي، دښمنان دغو سرچینو ته د طمعې په سترګه ګوري او هڅه کوي د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې اختلافونه، جګړې او شخړې رامنځته کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي هېوادونه باید د ګډو ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي، څو د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي او په سیمه کې د دایمي ثبات لپاره زمینه برابره شي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې همکاري او متقابل تفاهم د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی.



