د نیپال سېلابونه؛ ۱۵۷ کسان مړه او سلګونه لا هم ورک دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د نیپال په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د چین له تبت سره پولې ته څېرمه، د سختو سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان وژل شوي او سلګونه نور لا هم ورک دي.
د رویټرز د تازه راپور له مخې، د ورک شویو کسانو په ډله کې له ۴۰۰ ډېر بهرني سیلانیان هم شامل دي. چارواکي وايي، د ناورین له امله د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره شته.
راپورونه وايي، سېلابونو کورونه، کلي، سړکونه، پلونه او د برېښنا تاسیسات ویجاړ کړي او د سختې ځمکنۍ او هوايي وضعې له امله د لټون او ژغورنې چارې له جدي خنډونو سره مخ دي.
د نیپال پوځ او نورو ژغورونکو ډلو د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي او د او سیمو ته د رسېدو لپاره له چورلکو هم کار اخیستل کېږي. د چارواکو په وینا، د پېښې له امله د اړیکو او ترانسپورتي لارو د زیانمنېدو له کبله د ژغورنې عملیات ستونزمن شوي دي.



