د ازبکستان ۱۶ کسیز سوداګریز پلاوي کندوز کې له ولایتي چارواکو سره د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړٍي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ازبکستان د جیزخ ولایت د مرستیال والي ‘بهرام یوسوپوف” په مشرۍ ۱۶ کسیز سوداګریز پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کندوز ولایت ته تللی دی.
د راپورونو له مخې، د پلاوي مشر ویلي چې ازبکستان لېوالتیا لري په افغانستان کې د خپلو پانګونو کچه لوړه کړي او له افغان لوري سره اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.
پلاوي د کندوز له سیمهییزو مسوولینو او یو شمېر سوداګرو سره په لیدنو کې د پانګونې د فرصتونو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د کندوز د والي مرستیال “حبیبالرحمان صهیب” هم له ازبکستاني سوداګرو غوښتي چې په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي همکاریو کچه لوړه کړي.



