د چین او نیپال پر پوله مرګونی سېلاب؛ ۴۰۰ سیلانیان ورک دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د چین د تبت او نیپال پولې ته څېرمه د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او د ۴۰۰ سیلانیانو او مسافرو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نشته.

د راپورونو له مخې، سېلاب د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوی او له پېښې وروسته د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل شوي دي. د ورک شویو کسانو له ډلې ۲۹۱ تنه بهرني سیلانیان دي.

چینایي دولتي رسنیو هم د تبت په یوه سرحدي سوداګریزه سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له امله د پام وړ ځاني او مالي زیانونو خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې، د چین ولسمشر ‘شي جین‌پېنګ” د ژغورنې ادارو ته امر کړی چې د ژغورنې او لټون عملیات په ټولو شته امکاناتو ترسره کړي.

د سېلابونو له امله د سیمې ګڼې لارې او د اړیکو شبکې هم زیانمنې شوې دي، چې له امله یې د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button