د بلخ او هرات له زندانونو د ۳۵ ښځینه بندیانو په ګډون ۴۱۲ بندیان خوشې شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

په بلخ کې له مرکزي زندان څخه ۱۲۶ بندیان خوشې شوي او د ۲۵۰ نورو د بند موده کمه شوې ده. په هرات کې هم د بندیانو د دوسیو له ارزونې وروسته، د ۳۵ ښځو په ګډون ۲۸۶ بندیان خوشې شوي او د یو شمېر نورو د بند موده راکمه شوې ده.
چارواکي وايي، دغه اقدامات د اسلامي امارت د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت او د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې ترسره شوي دي.
دغه راز ستره محکمه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د مشرتابه د لارښوونې او د سترې محکمې د رئیس د حکم له مخې ۱۶ زره او ۴۶۰ بندیان بښل شوي او د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو د بند موده کمه شوې ده.
د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۴ نظامي محکمې فعالیت کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button