فراه کې د ۹۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ کیلومتره سړک د دویمې لایې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د فراه ولایت د فراه ـ فراهرود سړک د دویمې لایې د جوړولو چارې د ۹۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د فراه د ټولګټو ریاست وايي، دغه سړک ۶۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د دویمې لایې ضخامت یې ۲۹ سانتي‌متره دی.

د مسوولینو په وینا، د یادې پروژې رغنیزې چارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي. چارواکي وايي، د سړک له بشپړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، ترافیکي پېښې او ګڼه‌ګوڼه کمه او سوداګریز فعالیتونه به چټک شي.

مربوطه مطالب

Back to top button