ولسمشر پزشکیان: ایران د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک له مخې ګټونکی دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې د اسلام‌اباد په تفاهم‌لیک کې ایران «حقیقي ګټونکی» دی او دغه تفاهم د ایران د ملي امنیت په لوړې شورا کې د یوې پراخې سلا مشورې په پایله کې رامنځته شوی دی.

پزشکیان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د ایران دننه او بهر ډېری کارپوهان پر دې باور دي چې د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د ایران په ګټه تمام شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، هغه تفاهم او هوکړه چې د ایران د ملي امنیت په لوړې شورا کې پرې توافق وشو، «یوه ستره او استثنايي لاسته راوړنه» وه.

د ایران ولسمشر ویلي، په دې پرېکړه کې د هېواد بېلابېلو چارواکو او پوځي مسوولینو ګډون کړی و او د ګډې سلا او کارپوهانه بحثونو له لارې پرېکړې ته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button