حماس: صهیونیستي ریژیم د بشریت ستر دښمن دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
په ایران کې د حماس اسلامي غورځنګ استازي “خالد قدومي” ویلي، چې صهیونیستي ریژیم په فلسطین او ټوله سیمه کې ګڼ جنایتونه ترسره کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې حماس به د خپلو مشرانو له شهادتونو سره سره له خپلې لارې شاته نه شي او د فلسطین تر بشپړې آزادۍ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

قدومي له منځګړو او د هوکړې له تضمینوونکو هېوادونو غوښتي چې پر اسرائیلو فشار راوړي او په خبره یې چې مقاومت د اسرائیلو پر وړاندې د مقابلې تر ټولو اغېزمنه وسیله ده.

هغه همداراز له فلسطیني قضیې څخه د ایران د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې رسنۍ باید په فلسطین کې د روان وضعیت او د اسرائیلو د کړنو په اړه نړۍ ته حقایق ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button