میرضیایف: له افغانستان سره به رغنده او قاطع سیاست ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ازبکستان ولسمشر “شوکت میرضیایف” ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې د ازبکستان نږدې ګاونډی بللی دی.
میرضیایف دغه څرګندونې د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې کړې دي. نوموړي ویلي، د تاشکند بهرنۍ تګلاره پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو، متوازنو او څو اړخیزو اړیکو ولاړه ده.
د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د رغنده اړیکو د دوام ترڅنګ د اقتصادي او سیمهییزې همکارۍ پراختیا ته هم پاملرنه کوي.



