نیپال کې د سېلابونو له امله ۳ زره کسان لا هم ورک دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د نیپال او د چین د تبت په غرنیو سیمو کې د تېرې اوونۍ له ویجاړوونکو سېلابونو وروسته، نږدې ۳ زره کسان لا هم ورک دي چې له ډلې یې ۵۰۰ بهرني وګړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې ناورین کې لږ تر لږه ۶۶۹ کسان په نیپال او اووه نور په تبت کې وژل شوي دي. سېلابونو پراخې سیمې ویجاړې کړې او د ورکو کسانو د موندلو او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

راپورونه وايي، دغه ناورین د یوه یخچال د نړېدو له امله رامنځته شوی چې ورپسې د غرنیو سیمو په سیندونو کې ناڅاپي او ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي دي.

نیپال له نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او اټکل کوي چې د زیانمنو سیمو د بیارغونې لګښت به له څلورو تر پنځو میلیاردو ډالرو پورې ورسېږي.

د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د ژغورنې او لټون چارې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د زرګونو ورکو کسانو د برخلیک په اړه لا هم اندېښنې موجودې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button