وال سټریټ ژورنال: د ایران سره جګړې د امریکا د وسلو زیرمې کمې کړې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، له ایران سره د روانې جګړې له امله د امریکا د مهماتو او دفاعي وسلو زیرمې تر فشار لاندې راغلي دي.

راپور وايي، منځني ختیځ ته د توغندیو او هوايي دفاعي سیستمونو د لېږد له امله په اروپا او اسیا کې د امریکا ځینو مهمو دفاعي تجهیزاتو کې کمښت رامنځته شوی دی.

د راپور له مخې، په اروپا کې د «پېټریاټ» او نورو هوايي دفاعي سیستمونو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د امریکا پوځي چارواکي او شنونکي خبرداری ورکوي چې د اوږدې جګړې دوام کولای شي د واشنګټن پر نړیوالې دفاعي وړتیا فشار نور هم زیات کړي.

راپور زیاتوي چې د وسلو د زیرمو د بیا ډکولو بهیر وخت ته اړتیا لري او دغه وضعیت د امریکا د متحدینو د دفاعي اړتیاوو پر پوره کولو هم اغېز کولی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button