د ملي دفاع وزارت: د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ملي دفاع وزارت ویاند صدیق‌الله نصرت وايي، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نشته او د اسلامي امارت ځواکونه په منظم ډول د هېواد له پولو ساتنه کوي.
نصرت ټینګار کړی چې په افغانستان کې خپلواک نظام حاکم دی او هېڅ داسې ډله یا کس نشته چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو یا کسانو لپاره وکارول شي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button