د ترکمنستان د برښنا له پرې کېدو وروسته بلخ ته له ازبکستانه ۵۰ میګاواټه برښنا واخیستل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د بلخ ولایت مقام د ویاند دفتر وايي، د ترکمنستان د وارداتي برښنا له پرې کېدو وروسته د برښنا کمښت د جبران لپاره له ازبکستان څخه ۵۰ میګاواټه برښنا پېرودل شوې او د مزارشریف ښار بېلابېلو سیمو ته د اړتیا له مخې وېشل کېږي.

د سرچینې په وینا، تر هغه چې د ترکمنستان برښنا بېرته وصلېږي، له ازبکستانه پېرودل شوې برښنا به د مزارشریف ښار اړوندو سیمو ته ووېشل شي. ویل کېږي، تېره ورځ په ترکمنستان کې د افغانستان د وارداتي برښنا مزي پرې شوي وو.

نن سهار د برېښنا شرکت ويلي و، چې هېواد ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د دغه هېواد په خاوره کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.

 دغه شرکت ویلي، د ستونزې له امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button