ذبيح الله مجاهد: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د ثبات او بیا رغونې فرصت ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د اګست ۳۱مه د امریکا او لوېدیځو متحدینو د ماتې او له افغانستانه د هغوی د وتلو ورځ ده او د افغانستان په تاریخ کې له ویاړلو ورځو څخه ګڼل کېږي.

مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغانانو د شاوخوا ۲۰ کلنې جګړې او بهرني پوځي حضور په پای ته رسولو سره د هېواد د بیا رغونې، د جګړې او ناامنۍ د ختمولو او د یوه مرکزي حکومت د جوړولو لپاره فرصت ترلاسه کړ.

نوموړي زیاته کړې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د اوږدو جګړو له پای ته رسېدو او ثبات ته د رسېدو فرصت موندلی دی.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه، له نږدې دوو لسیزو پوځي حضور وروسته، له افغانستانه ووتل.

مربوطه مطالب

Back to top button