مجتبی خامنه‌ ای: ایران نړۍ ته وښوده چې له زورورو سره څنګه مقابله کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ستر مذهبي مشر او د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان “مجتبی خامنه‌ ای” وایي، له امریکا سره جګړه په پیل کې د نړۍ له‌خوا یو ډول «لیونتوب» بلل کېده، خو ایران په داسې ډول بریا ترلاسه کړه چې اوس ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.

هغه ویلي، ایران نړۍ ته دا جرأت ورکړی چې له زورورو هېوادونو سره څنګه جګړه وکړي او هغوی ته ماتې ورکړي.

مجتبی خامنه‌ ای زیاته کړې، چې د ایران پر دې مقاومت او دریځ باید ټوله نړۍ کې آزادي غوښتوونکي وویاړي.

نوموړي پر امریکا نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې واشنګټن لا هم له ایران سره دوه‌ګونې سیاسي لوبه پرمخ وړي.

د هغه په خبره، د امریکا چلند او سیاستونه ښيي چې دغه هېواد لا هم د ایران پر وړاندې له بېلابېلو لارو د فشار اچولو هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button