د ایراني پوځ ویاند: له امریکا سره جګړې مو دفاعي وړتیا لا پیاوړې کړې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایراني پوځ ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، له امریکا سره وروستۍ جګړې ایران ته لا زیات قوت او وړتیا ورکړې او له دې وروسته به په سیمه کې د امریکا متحدین او لاسپوڅي دا جرأت ونه‌کړي چې پر ایران برید وکړي.

د ایراني پوځ د ویاند په وینا، که دښمنان ایران ته په کږه سترګه وګوري، له سخت او پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، ایران لا هم بشپړ چمتووالی لري چې د امریکا متحدین او هغه ډلې چې د تهران پر وړاندې اقدام کوي، په نښه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړو لورو پر یو بل بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button