اروپايي ټولنې افغانستان ته د خوړو خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په موخه ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

د اروپايي ټولنې په وینا، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره د همکارۍ له لارې ولګول شي.

د یادې مرستې په مرسته به د سیمه‌ییزو محصولاتو پر بنسټ د ښوونځیو د خوړو پروګرامونه پیاوړي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړ معیشتي فرصتونه رامنځته او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت ملاتړ وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button