لوګر کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بوکه غونډۍ چکډیم جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د لوګر د خروار ولسوالۍ اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. وزارت وایي، دغه پروژه د دوی له پراختیايي بودجې تمویلېږي او د چکډیم د جوړولو چارې یې پیل شوې دي.
د وزارت په وینا، چکډیم به ۴۶ متره اوږد او درې متره لوړ وي، چې له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۳ زره متره مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبه او کاریزونه به تغذیه شي.
د پروژې چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي او ګڼو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره شوې ده.



