د ایران جګړې او اقتصادي اندېښنو د ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د رویټرز او ایپسوس د نوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه په ۳۳ سلنه کې پاتې شوې، چې د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۳۳ سلنه امریکایانو ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ له کړنو راضي دي، په داسې حال کې چې د ایران جګړې، اقتصاد وضعیت او د سون‌توکو د بیو زیاتوالي د امریکایانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

رویټرز ویلي چې د ایران جګړې په اړه د عامه افکارو بدلون او د ژوند د لګښتونو په اړه پراخو اندېښنو د ټرمپ پر محبوبیت منفي اغېز کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button