اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د نیمګړو پروژو او بې‌کارۍ پر کمولو بحث کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې په ۹مه، په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي پروژو د لومړیتوب ټاکلو او د لویو اقتصادي پروژو د مالي ملاتړ لپاره د صندوق جوړولو پر طرحه بحث وشو.

په دې غونډه کې همداراز په هېواد کې د بې‌کارۍ د کچې پر راټیټولو او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.

د بحثونو له ترسره کېدو وروسته، د یادو موضوعاتو په تړاو لازم تصمیمونه هم ونیول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button