د افغان پلاوي په ګډون د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې ۱۴م کانګرس په بنکاک کې پیل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې (APPU) ۱۴م کانګرس د افغانستان د «افغان پُست» امارتي شرکت د پلاوي په ګډون، د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې پیل شو.
په دې کانګرس کې د افغانستان په ګډون د آسیا او اقیانوسیه له ۳۲ هېوادونو څخه استازو ګډون کړی دی.
د کانګرس موخه په پُستي چارو کې د مسلکي اړیکو پیاوړتیا، د څلور کلنې پراختیايي ستراتیژۍ طرحه، د روزنیزو پروګرامونو جوړول او د دودیزو او عصري پُستي خدمتونو د کیفیت ښه کول بلل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د APPU کانګرس هر څلور کاله وروسته د غړو هېوادونو له ډلې په یوه هېواد کې جوړېږي.



