بغلان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په شیخعلي کلي کې د ۱۶۰ کیلوولټامپیر ټرانسفارمر په نصب او فعالولو سره شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا زمینه برابره شوې ده.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې ټولیز لګښت ۱.۸ میلیونه افغانۍ دی، چې د برېښنا شبکې د پراختیا په موخه لګول شوی دی.
برېښنا شرکت وایي، د دې پروژې په پلي کېدو سره د شیخعلي کلي ګڼو کورنیو ته د برېښنا له اسانتیاوو برخمنېدو زمینه برابره شوې او هڅې روانې دي چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته هم د برېښنا شبکه وغځول شي.



