د ایران توغندیز برید؛ دوه امریکايي جنګي بېړۍ په نښه شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
ایراني ځواکونو د بالستیک توغندیو په وسیله د امریکا د سمندري ځواکونو دوه بېړۍ، چې یوه یې د الوتکو لېږدونکې او بله جنګي بېړۍ وه، په نښه کړې دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني چارواکو ویلي چې یادو امریکايي بېړیو د ایراني کښتیو پر وړاندې خنډونه جوړول او د ایران پر سمندري محاصرې او کلابندۍ کې یې ونډه لرله.

د راپور له مخې، په برید کې دواړو بېړیو ته زیان اوښتی او وروسته یې د بیا ځلې برید له وېرې سیمه پرې ایښې ده.

په همدې حال کې امریکايي پوځ ویلي چې د ایران له لوري پر دوو امریکايي جنګي بېړیو د بالستیک توغندیو بریدونه شوي، خو ادعا یې کړې چې بېړیو له بریدونو ځان ژغورلی او امریکايي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

مربوطه مطالب

Back to top button