هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۱۵۰ ټنه رومي بانجان پروسس کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یوه تولیدي فابریکه هره ورځ تر ۱۵۰ ټنو پورې رومي بانجان پروسس کوي او له دې لارې تر ۲۵ ټنو پورې د رومي بانجانو رب تولیدوي.
د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د رب ترڅنګ د لوبیا کنسرو هم تولیدوي او شاوخوا ۷۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
بلخوا، په هرات کې اوس مهال ۱۳ فابریکې د رب او مربا د تولید په برخه کې فعالیت کوي، چې د ولایت په لویو پلورنځیو کې د کورنیو تولیداتو ونډه هم د پام وړ بلل شوې ده.



