مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۰۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۰۱ کورنۍ، چې ۱۰۰۲ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
همداراز ۱۲۱ کورنۍ د ۶۹۲ غړو په ګډون خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۳۲ کورنیو سره مالي مرستې شوې دي.
د کمېسیون په وینا، راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي، ناروغان تداوي شوي او ۱۱۴ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
چارواکي وایي، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه لازم عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.



