آریانا افغان هوايي شرکت د دوو الوتکو د پېښو په اړه خپرې شوې ادعاوې رد کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
آریانا افغان هوايي شرکت په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعاوې بېاساسه وبللې، چې ګواکې د دغه شرکت یوه الوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له ځغاستلیکۍ وتلې او بله الوتکه هرات ته د الوتنې پر مهال له رادار څخه ورکه شوې ده.
د دغه شرکت د رسنیز دفتر په اعلامیه کې ویل شوي، چې په کابل هوايي ډګر کې د آریانا د الوتکې د ځغاستلیکۍ څخه د وتلو هېڅ پېښه نه ده شوې او دویمې الوتکې هم هرات ته په عادي او خوندي ډول الوتنه کړې ده.
شرکت دغه ډول معلومات د مسافرو او عامه باور د ګډوډولو هڅه بللې او ټینګار یې کړی، چې ټولې عملیاتي چارې یې د هوايي چلند د مسلکي اصولو له مخې په عادي ډول روانې دي.



