کونړ کې له سلګونو زیانمنو کورنیو سره د مرستې هوکړهلیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې او د AWUDO مؤسسې ترمنځ د ۲۶۵ زره او ۹۱۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شوی دی.
د یاد هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې لوی رئیس “ملا نورالدین ترابي” او د AWUDO مؤسسې د پروګرام مسوول “خالد حقمل” ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به د کونړ ولایت په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې له زیانمنو کورنیو سره بېلابېلې مرستې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، ۳۶۰ کورنیو ته به نغدي مرستې، ۱۵۰ کورنیو ته به وزې یا مېږې او ۳۵۰ کورنیو ته به د حفظالصحې بستې ووېشل شي.
همداراز، د پروګرام په چوکاټ کې به د کوچنیو کاروبارونو او مالدارۍ په برخو کې روزنې هم ورکړل شي او د خیاطۍ، لاسي صنایعو او نورو مسلکي زدهکړو لپاره به روزنیز مرکزونه جوړ شي.
مسوولین وایي، د دې پروګرام موخه له زیانمنو او اړمنو کورنیو سره مرسته او د هغوی لپاره د عایداتي او مسلکي فرصتونو برابرول دي.



