کاپیسا کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پليلارو او ویالو جوړولو پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کاپیسا د مرکز محمودراقي اړوند د «ګلدان چوک» په سیمه کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پليلارو او ویالو جوړولو پروژه پیل شوې ده.
د محمودراقي ښاروالۍ مسوولان وايي، د دغې پروژې چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د مسوولانو په وینا، د پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې لا ښې شي او شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.



