ایران هرمز تنګي ته څېرمه نوې محدوده سیمه جوړوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي “محسن رضايي” وايي، تهران به په راتلونکو څو ورځو کې هرمز تنګي ته څېرمه یوه نوې محدوده سیمه اعلان کړي.
رضايي ویلي، ایران له عمان سره د کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوې نوې سمندري لارې پر جوړولو هم هوکړې ته رسېدلی او د دې لارې جزیات به په نږدې ورځو کې اعلان شي.
د نوموړي په وینا، د نوې سمندري لارې یوه برخه به د عمان او بله برخه به د ایران په اوبو کې وي.
هغه زیاته کړې، چې د هرمز تنګي په اړه د ایران د دریځ او نویو اقداماتو جزیات به ډېر ژر رسماً اعلان شي.
د ایران دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا روانه ده.
ایران تر دې مخکې هم ویلي وو، چې د هرمز تنګي د وضعیت د بدلون په اړه به له دوی پرته هېڅ بل لوري ته د پرېکړې اجازه ورنه کړي.



