مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۴۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۴۴ کورنۍ، چې ۱۱۸۳ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون په وینا، له راستنېدونکو څخه ۱۱۲ کورنۍ، چې ۵۸۸ تنه کېږي، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۳۹ کورنیو سره ۱۱.۱ میلیونه افغانۍ؟ مرسته شوې ده.

د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۳۹۲۰ خوراکه خواړه، ۱۴۳ سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونه ناروغان تداوي شوي دي.

همداراز راستنېدونکو ته د ثبت، ترانسپورټ، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button