کابل کې د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو وړیا جراحي عملیات پیل شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د بنګله‌دېش د «المرکز الاسلامي» د متخصص روغتیايي ټیم په همکارۍ د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو وړیا درملنه او جراحي عملیات پیل شول.

د افغاني سرې میاشتې مسوولان وايي، دا د اړمنو او بې‌وزلو هېوادوالو د روغتیايي ستونزو د هواري په برخه کې د دوی له مهمو پروګرامونو څخه دی.

د «المرکز الاسلامي» استازي ویلي، دا څلورم ځل دی چې دغه روغتیايي ټیم په افغانستان کې یاد عملیات ترسره کوي.

د نوموړي په وینا، په تېرو درېیو پړاوونو کې د ۲۸۵ ماشومانو بریالي عملیات شوي او په روان پړاو کې به شاوخوا ۱۲۰ ماشومان وړیا تر درملنې او جراحي عملیاتو لاندې ونیول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button