د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او زمرد سای بلاک د پروسس تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو او د زمرد سای بلاک د «FPF» سیسټم د جوړولو په تړاو یې له TNG تاتارستاني شرکت سره دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

د وزارت په وینا، د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو تړون ارزښت شاوخوا ۲.۸ میلیونه ډالره دی او د یوه کال لپاره به عملي شي.

همداراز د زمرد سای بلاک د «FPF» سیسټم د ډیزاین، نصب او اړوندو چارو لګښت ۱۱ میلیونه ډالره ټاکل شوی او د جوړولو چارې به یې اته میاشتې وخت ونیسي.

د وزارت په وینا، له بشپړېدو وروسته به دغه سیستم په ورځ کې د ۲ زره ټنو نفتو د پروسس ظرفیت ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button