په هېواد کې د لوړو زده کړو ۵ دوکتورا او ۳۳ ماسټرۍ نوې برنامې ایجاد شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د لوړو زده کړو عالي شورا په ناسته کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د طبي تخصص او فوق تخصص درې برنامې، پنځه د دوکتورا او ۳۳ د ماسټرۍ نوې برنامې تصویب شوې دي.
په دوکتورا پروګرامونو کې د ښوونیز مدیریت، قرآن او علوم قرآن، نړیوالو حقوقو، نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ ادارې برخې شاملې دي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې ناسته کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۸ نوي پوهنځي او د موجوده پوهنځیو په چوکاټ کې ۲۹ نوې څانګې هم رامنځته شوې دي.
د ماسټرۍ په نویو برنامو کې د وترنري علومو، اقلیم بدلون، پېښو مدیریت، پایدارې زیربناوو انجنیري، جیولوجي، حقوقو، کرنیزې بیوټکنالوژۍ، ځنګلونو او طبیعي زېرمو او مالي او محاسبوي علومو برخې شاملې دي.
همداراز، د کابل طبي علومو پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د قلبي ناروغیو او طبي جدي مراقبتونو په برخو کې د فوق تخصص برنامې ایجاد شوې دي.
د وزارت په وینا، د نویو برنامو موخه د لوړو زده کړو د علمي کچې لوړول او د هېواد د اړتیاوو مطابق د متخصصو کادرونو روزنه ده.



