سپاه پاسداران: د هيواد د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لرو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک «سپاه پاسداران» ویلي، چې دغه ځواک او د ایران وسلهوال پوځ د ایران د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري.
سپاه پاسداران په یوه تازه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هېواد د امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره په پوره چمتووالي کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې به په کلکه دفاع وکړي.



