ګومل اوسېدونکي: «مرکزي دولت دې زمونږ د شهیدانو پېښه وڅېړي، کنه نو لاریونونه به پیل کړو»

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د قومي مشرانو پر دوو موټرانو هوايي بریدونه ترسره کړل، چې له کبله یې په لومړي برید کې ۱۵، او په دویم برید کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول.
د پکتیکا ولایت ځایي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي دي، چې په دواړو هوايي بریدونو کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي دي، چې یوه قومي مشر روزالدین د خپلو ساتونکو او نورو مشرانو سره یو ځای د یوې ستونزې د هوارولو لپاره جرګې ته تللی وو، کله چې بېرته راروان وو، نو بې پیلوټه الوتکو یې موټران وویشتل، او ځای پر ځای یې ووژل.
د پکتیکا ولایت ځایي اوسېدونکو مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړی دی، که یې پېښه ونه څېړي، نو په لاریونونو به پیل وکړي.
امنیتي مسئولینو پر بهرنیو ځواکونو پرده اچوې، او رسنیو ته یې وویل، چې په هوايي بریدونو کې وژل شوي کسان طالبان دي.
مګر د پکتیکا ولایت ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري او په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی وايي، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
طالبانو هم د امنیتي مسئولینو دغه ادعا بې بنسټه بللې ده، او ویلي یې دي، چې وژل شوي کسان د دوی جنګیالي نه، بلکې ملکي وګړي دي.
د یادولو ده، چې تراوسه پورې مرکزي دولت د پکتیکا د ګومل د دغې پېښې په اړه اندېښنه هم نه ده ښودلې، پلاوي خو وروسته خبره ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button